IQNA

د فلسطین په ؛ المهد؛  کلیسا کې د غزې لپاره دعا(انځوریز راپور)

7:24 - January 09, 2025
د خبر لمبر: 3490442
ایکنا -  د فلسطین په لویدیځي غاړې کې  المهد کلیسا  د غزې د اوسیدونکو او له دوي سره د پیوستون  لپاره  د خپګان اوغم په  نښه د حضرت عیسی مسیح(ع) دمیلاد   کلیزه او کریسمسس له جشن پرته او د فلسطینیانو لپاره په دعا سره ترسره کړ.

 ایکنانیوز راپور راکړی، د فلسطین د لویدیځي غاړې په جنوب کې  په واقع بیت الحم  ښار کې  د  المهد کلیسا سایرن  د مرغومې په اولسمه نیټه  په دوشنبې ورځې،وکړنګید او د حضرت عیسی مسیح(ع) د  نیکمرغه میلاد  دکلیزې  دعاګانې  په دغې کلیسا کې  ولوستل شوې.

مسیحیانو په دغو دستورو کې د غزې تړانګې د اوسیدونکو په تیره بیا د ماشومانو لپاره دعاانې وکړې او  په دغې سیمې کې ئې  د صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې او جنګ د پاي چې  شپاړس میاشتې کیږي، دوام ئې درلودلی ،  غوښتونکي شول.

دا دهم کال دی چې  بیت الحم او  د المهد کلیسا  د حضرت عیسی مسیح (ع) د میلاد کلیزه ، دغزې تړانګې  لپاره  دغم او خپګان د نښې په توګه  له ښادئ  او جشن له بیلګو پرته ترسره کوي. 

دبیت لحم  او د فلسین دنورو سیمو مسیحیانو دتیرې دوشنبې له سهار وختي څخه  دغې کلیسا ته ورغلي او د صهیونیسټي رژيم د ویجاړونکي جنګ دپاي لپاره ئې  دعاګانو او لمنځ ته مخه کړې وه .

مسیحیان په دې اند دي چې  المهد کلیسا پر هغه غار چې حضرت عیسی مسیح(ع) پکې زیږیدلی ، جوړه شوې ده.

 

انتهای پیام

https://iqna.ir/fa/news/4258568

captcha